د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د پاسپورټ د وېش پروسې توضیحات:

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي. د پاسپورټ عمومي ریاست، چې په څلورمه کارته کې موقعیت لري، هره ورځ د پاسپورټ د اخیستلو نږدې ۲۵۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کوي او ورځ تر بلې یې غوښتونکي هم زیاتېږي.

    آسان خدمت اداره، له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدله، چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې پروسې ساده او نوی سیسټم جوړ کړي. متقاضیان اوس کولای شي په آنلاین ډول او په خورا کم وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.








    په انځور کې د پاسپورټ اوسنۍ ساده پروسه ښکاري

    د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره متقاضي باید لاندې مدارک او اسناد له ځان سره ولري:

    ۱. تائید شوې تذکره

    ۲. د پاسپورټ سایز (۳) عکسونه

    ۳. د پاسپورټ لګښت

    د پیسو له تحویلولو وروسته متقاضي بایومټریک او ډیټا انټرۍ څانګې ته مراجعه کوي. له دې وروسته متقاضي رسید ترلاسه کوي او په ټاکلې نېټه له مشخصې پوسټ خونې څخه خپل پاسپورټ ترلاسه کوي.

    له ساده سازۍ مخکې پروسیجر:

    مرحلي ۱۵
    اړین اسناد تائید شوې تذکره، ۴ عکسونه، غوښتلیک (عریضه)، د سکونت تائیدي
    د پیسو مقدار

    د یو پنځه کلن پاسپورټ لګښت د سرې میاشتې له اعانې او د پوسټ خونې له لګښت سره ۵۷۰۰ افغانۍ دی، خو له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو، محصلینو، معلولینو، لوبغاړو، د درېیم او یا تر دې د لوړ بست ملکي مامورینو او د ډګروال او له هغه لوړ رتبه نظامي منسوبینو لپاره بیا د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ دی.

    میعاد ۷ کاري ورځې

    له ساده سازۍ وروسته پروسیجر (آفلاین):

    د غوښتنلیک مرحلې ۴
    څنګ د غرفې مرحلې ۶
    اړین اسناد غوښتنلیک (عریضه)، ۴ عکسونه او تائید شوې تذکره
    د پیسو مقدار

    د یو پنځه کلن پاسپورټ لګښت د سرې میاشتې له اعانې او د پوسټ خونې له لګښت سره ۵۷۰۰ افغانۍ دی، خو له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو، محصلینو، معلولینو، لوبغاړو، د درېیم او یا تر دې د لوړ بست ملکي مامورینو او د ډګروال او له هغه لوړ رتبه نظامي منسوبینو لپاره بیا د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ دی.

    میعاد جریان لري

    له ساده سازۍ وروسته پروسیجر (آنلاین):

    په پاسپورټ ریاست کې د غوښتنلیک مرحلې ۲
    د اړوندې غرفې کاري مرحلې ۵
    اړین اسناد د فورمې ډکول، تائید شوې تذکره، عکس
    د پیسو مقدار

    د یو پنځه کلن پاسپورټ لګښت د سرې میاشتې له اعانې او د پوسټ خونې له لګښت سره ۵۷۰۰ افغانۍ دی، خو له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو، محصلینو، معلولینو، لوبغاړو، د درېیم او یا تر دې د لوړ بست ملکي مامورینو او د ډګروال او له هغه لوړ رتبه نظامي منسوبینو لپاره بیا د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ دی.

    میعاد جریان لري


    د آنلاین پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره لاندې  تڼۍ کېکاږئ

    Apply Now

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.