د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • په تذکره کې د نوم سمونه او بدلون


    په تذکره کې د نوم د سمونې او بدلون لپاره باید متقاضي د کورنیو چارو وزارت له پولیسو څخه د عدم مسوولیت رسمي مکتوب ولري. د یاد مکتوب له ترلاسه کولو وروسته متقاضي باید ځانګړې فورمه ډکه کړي او د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست ته یې وسپاري. د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست د اړینو مدرکونو ارزونه کوي او د نورو اجرأتو لپاره یې د سرشمېرنې فورمه ډکوي. په پای کې اسناد د نفوسو د احواال ثبتولو رئیس ته ورځي او له تائیدولو او لاسلیک کولو وروسته متقاضي خپله نوې تذکره له نوو مشخصاتو سره ترلاسه کوي.

    پروسه

    مرحلي ۵
    اړین اسناد اصلي تذکره، غوښتنلیک، ۲ قطعې عکسونه او د پولیسو له ادارې څخه د عدم مسوولیت مکتوب
    د پیسو مقدار معلومه نه ده
    میعاد جریان لري
  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.