د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د آسان وظیفې په اړه

    آسان وظیفه په افغانستان کې د کار غوښتونکو او بشري ځواک غوښتونکو لپاره د اطلاع رسونې یوه کره دولتي شبکه ده. تر دې دمه په افغانستان کې هیڅ داسې انټرنیټي شبکه، سرچینه او میکانیزم نه و موجود، چې له مخې یې د بشري ځواک کره شمېرنه په کم وخت کې وړاندې کړای شي او دغه شمېرنه کنټرول او ارزیابي کړای شي. تر دا مهاله د کار غوښتونکو او کار ورکوونکو اړوند اطلاعاتو ته لاس رسی آسان کار نه و، ډېری دولتي ادارو به د پخواني اداري دود په څېر، د کاغذي دوسیو په بڼه د ګمارل شوي بشري ځواک احصایه له ځان سره لرله، چې د اړتیا پر مهال یې د اطلاع رسونې چار ستونزمنه وه؛ خو له نیکه مرغه په آسان وظیفه کې دغه ټولې ستونزې حل شوې دي.

    د کارموندنې لپاره د آنلاین غوښتنلیک خدمتونه او د ظرفیت لوړونې لپاره روزنیز پروګرامونه هم په نشت حساب دي. د بېلګې په توګه: روزنیز ورکشاپونه چې د د دولتی او یا غیر دولتي ادارو لخوا دایرېږي؛ نو متقاضیان باید لومړی وزارت ته لاړ شي، غوښتنلیک ترلاسه کړي، بیا یې ډک کړي، بیا یې د رجسټریشن لپاره باید اړوندې شعبې ته یوسي او د لاسلیکونو د ترلاسه کولو لپاره باید د هر دفتر دروازه وټکوي، چې دغه اوږده او پېچلې پروسه نه یوازې ستړي کوونکې ده؛ بلکې د وخت ضایع کوونکې هم ده.

    باید ووایو چې حکومت د حقدارو وګړو لپاره د کارموندنې اړوند په غوره تصمیم نیولو کې، د باتجربه او مسلکي کدرونو د کره او با اعتباره شمېرنې له نشتوالي څخه سر ټکوي. په دې توګه، آسان وظیفه به وکولای شي، چې له حکومت سره په تصمیم نیونه کې مرسته وکړي او هر مهال چې حکومت وغواړي د هر بنسټ دقیقې او با اعتباره شمېرنې به ترلاسه کړای شي.

    د دغه سیسټم له پلي کېدو سره به د کار په بازار کې شته بیروکراسي له منځه لاړه شي او د ټولو پالیسي جوړوونکو بنسټونو د مسلکي وګړو او کدرونو دقیقه او معتبره شمېرنه به وړاندې شي او له بلې خوا به د کار غوښتونکو لپاره لویه آسانتیا برابره کړای شي. د کار بازار د سیسټم ایجاد د آسان خدمت له موخو څخه دی، چې دولت د دې جوګه کړي چې د غیر ضروري بشري سرچینو د داخلېدو مخنیوی وکړي. د دغه ډول سیسټمونو په ایجاد سره به له یوې خوا وظیفه غوښتونکي وګړي وکولای شي، چې خپل معلومات د "آسان وظیفې" په ځانګړي پورټال کې ثبت کړي او له بلې خوا به دولتي او خصوصي بنسټونه (کار ورکوونکي او روزنیز ورکشاپ وړاندې کوونکي) وکولای شي، چې د ټول هېواد په کچه د بشري ځواک او نورو معلوماتو ته لاس رسی ولري.

    همدا راز د دغه سیسټم په جوړېدو سره به ټولې دولتي ادارې وکولای شي، چې له یوې ځانګړې مرجع څخه دندې اعلان کړي او بیرته پرته د وخت او سرچینو له ضیاع د وړ کسانو لیسټ په آنلاین بڼه د آسان وظیفې له پورټال څخه ترلاسه کړي.

     


    Apply Now

    د نورو معلوماتو لپاره لیدنه www.asanwazifa.gov.af


  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.