د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ



د ټرافیکي سیسټم د برېښنايي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د دغه هوکړه لیک پر اساس به ټرافیکي پروسې ساده او د موټرو اسناد او د چلولو جوازونه به د ځیرک کارډ په شکل تنظیم شي چې د جرمونو په کنټرول کې به جوت رول ولوبوي.

د اصلاحاتو په موخه د برېښنايي کولو او ساده کولو په دې پړاو کې د آسان خدمت په تخنیکي همکارۍ او د کورنیو چارو وزرات په مرسته د ټرافیکي سیسټم د عصري کولو په موخه هوکړه لاسلیک شو. په همدې موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته په رابلل شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي او د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد برمک ګډون کړی وه.

دې هوکړه لیک د اصلاحاتو په موخه د پروسو له ساده والي څخه نیولې بیا تر ظرفیت جوړونې، د تقنیني اسنادو بیاکتنه او آن د سیستم تر برېښنايي کولو پورې برخې په خپل ځان کې را نغاړلې. همدارنګه دا سیستم به د ترافیکو ریاست اړوندې ټولې ادارې او کمرکات یو له بل سره په برېښنایي ډول وتړي چې هېواد ته د موټرو له دننه کېدلو سره سم به د موټر ټولې ځانګړنې د ترافیکو له اړوندو برخو سره شریکوي. د کورنیو چارو وزیر له دې لاسته راوړنو څخه زیات خوښ برېښده، هغه وویل خوښ دی چې په حکومت کې له شته ظرفیت څخه ګټه اخیستل کېږي او دا پروسه په ټولیز ډول د دوی تر رهبریت او د آسان خدمت په تخنیکي مرسته پر مخ ځي. هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به ټول کابل ښار کې پلېټ لوستونکې کمرې نصب شي چې بیا به دا سیستم په وخت سره نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر دا هوکړه د اصلاحاتو په لور یو مهم ګام او د بېځایه مصارفود له منځه وړولو په برخه کې اغېزمنه وبلله هغه زیاته کړه چې د ترافیکو اړوند ټولو پروسې به تر یوه چتر لاندې راټولې شي چې مراجعینو ته د اسانتیا په رامنځ ته کولو کې به خورا ګټور رول ولوبوي.

بل خوا د کورنیو چارو وزیر بیا دا سیستم د جرمونو په کنټرول کې خوار اغیزمن وباله هغه زیاته کړه: « دا سیستم به د عواید په راټولو او د جرمونو په کنترول خورا ګټور ثابت شي.» هغه همدارنګه د آسان خدمت ادارې کې شته وړتیاوو څخه خوښي څرګنده کړه او وویل چې اوس دلته د هېواد په دننه کې دومره ظرفیت شته نو ځکه دوی اړ نه دي چې د پرمختللو سیستمونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره بهرنیو ادارو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړي. 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • MSP

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي