د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

آسان خدمت- کابل: آسان خدمت ادارې د حج سیسټم د برېښنايي کولو په موخه له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د حج فریضې د ادا کولو ټولې چارې په الکترونیکي بڼه تنظیم شي.

دا هوکړه لیک نن شنبه (۲۳ لیندۍ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي او د ارشاد، حج او اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب ترمنځ لاسلیک شو.