د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د آسان عامه خدمتونو نړیوالې ټولنې د غړیو هېوادونو د لوړ رتبه کارپوهانو ګډه غونډه د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴ مه د آزبایجان په باکو ښار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د آسان خدمت ادارې رییس ښاغلي محمد نعیم څمکني ګډون کړی و.



دا غونډه د آسان نړیوالې ټولنې له غړیو هېوادونو سره د دې ټولنې د داخلي تګلارو او منشور د لومړنۍ مسودې د شریکولو او په دې تړاو د بحث او خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه.

د آسان عامه خدمتونو د نړیوالې ټولنې د جوړېدو اعلامیه د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو د عامه خدمتونو د یوې برخې په توګه د آزربایجان، افغانستان، متحده  عربي اماراتو، ترکیې، اندونیزیا، مارکو او یوګندا د عامه خدمتونو د وزیرانو له خوا په باکو ښار کې لاسلیک شوه، چې آره موخه یې په یادو هېوادونو کې د عامه خدمتونو د اغېزمن مدیریت پر وړاندې شته ننګونو ته د حل لارو چارو موندل دي.

د باکو په دې ناسته کې د ۲۰۲۰ کال د وزیرانو غونډې د ځای ځایګي د مالومېدو او د یادې ټولنې د راتلونکو قانوني پړاونو په تړاو هم بحث او خبرې اترې شوي. دغه راز اړینه ګڼل شوې، چې د آسان نړیوالې ټولنې د سټراټيژۍ او اجرايي چارچوکاټ د رامنځ ته کېدو په موخه د کارپوهانو او مسلکي متخصصینو شبکه هم رامنځ ته او د عامه خدمتونو د پراختیا راتلونکي ساحې په ګوته کړي.

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي