د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • تر راتلونکو څو ورځو پورې به د کار بازار د معلوماتو مرکزي سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    دا سیستم به د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مرسته وکړي چې د کار د بازار په اړه کره سرشمېرنه ولري. په همدې موخه رابلل شوې ناسته کې د آسان خدمت ادارې رهبري پلاوی د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ښاغلي سید انور سادات سره وکتل. د کار بازار د معلوماتو مرکزي سیستم څخه يې لنډ معلومات ورکړل او د دې سیستم د ارزښتونو په اړه یې په جزیاتو بحث او خبرې اترې وکړې.

    1398/04/16

  • آسان خدمت مرکز دا ځل په پکتیا ولایت کې

    ولایتونو ته د آسان خدمت د مرکزونو د غځولو په لړۍ کې داځل د آسان خدمت ادارې یوه لوړپوړي پلاوي، د دې ادارې د مرستیال عبدالهادی ذهین په مشرۍ له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه.

    1398/04/07

  • افغانستان د آسان نړیوالې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ

    د آسان ټولنې له غړیتوب سره به افغانستان وکولای شي د ټولنې د غړو هېوادونو له تجربو څخه زده کړه وکړي او خپل هېواد ته یې انتقال کړي

    1398/04/06

  • د آسان خدمت معلوماتي مرکز

    د دغه مرکز له فعالیدلو سره به هېوادوال د عامه خدمتونو د پروسو په اړه وړیا معلومات ترلاسه کوي. د ټولنې هر وګړی حق لري چې ټولو عامه خدمتونو ته په هوسا، ساده، او آسانه توګه لاسرسی ولري.د دې لپاره آسان خدمت اداره د دولت له لوري ټول وړاندې کېدونکي خدمتونه ساده او برښنايي کوي،

    1398/04/05

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي