
افغانستان د آسان نړیوالې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ
د آسان ټولنې له غړیتوب سره به افغانستان وکولای شي د ټولنې د غړو هېوادونو له تجربو څخه زده کړه وکړي او خپل هېواد ته یې انتقال کړي.
د روان کال د چنګاښ میاشتې په شپږمه نیټه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ملګرو ملتونو د عامه خدمتونو اړوند جوړه شوې غونډې(UNPSF) کې دا هوکړه لاسلیک شوه. له آفغانستان څخه د آسان خدمت ادارې د رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني په دې غونډه کې کډون کړی وه.
د دې هوکړې له لاسلیک کېدو سره به هغه تجربې چې په افغانستان کې د پلي کېدو وړ وي را کاپي او زمینې برابرولو وروسته به پلې شي، چې د عامه خدمتونو په بهیر کې به جوت او هر اړخیز بدلونونه رامنځ ته کړي.
افغانستان، ترکیه، متحده عرب امارت، اندونیزیا، مونته نګرو، مراکش، یوګاندا او اذربایجان هېوادونو د دې هوکړه لیک غړي هېوادونه دي. د هوکړه لیک له مخې به وخت په وخت دا هېوادونه خپلې تجربې، نظریې او نوښتونه یو له بل سره شریکوي ترڅو وګړو ته د داسې خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي چې د ټولنې ټولې وګړي عامه خدمتونو ( ساده شوی او برېښنايي شوی خدمتونو ) ته په آسانه او ټولیز ډول لاسرسی ولري.