د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ



آسان خدمت مرکز دا ځل په پکتیا ولایت کې 
ولایتونو ته د آسان خدمت د مرکزونو د غځولو په لړۍ کې داځل د آسان خدمت ادارې یوه لوړپوړي پلاوي، د دې ادارې د مرستیال عبدالهادی ذهین په مشرۍ له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه. 
دې پلاوي د یاد ولایت چارواکو په ګډون مرستیال والي عبدالولي سهي ته د آسان خدمت ادارې د لرلید، لاسته راوړنو او پلانونو په هکله لنډ معلومات ورکړل او پکتیا ولایت کې یې د آسان خدمت د مرکز د پرانیستو او فعالیتونو اړه خپل نظرونه او پلانونه ورسره شریک کړل. مرستیال والی د دې مرکز د پرانیستو په اړه خوښي وښوده او له خپله اړخه یې د پوره همکارۍ ډاډه ورکړ. 
هېره دې نه وي چې د ولسمشر د حکم له مخې پکتیا یوازنی ولایت نه دی چې د آسان خدمت مرکز به ورپکې پرانیستل کېږي، بلکې لومړی به دا اداره د پنځه زونونو په سطحه خپل فعالیت پیلوي چې د وخت په تېرېدلو سره بیا ټولو ولایتونو کې د دې ادارې مرکزونه پرانیستل شي. 

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي