د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ



تر راتلونکو څو ورځو پورې به د کار بازار د معلوماتو مرکزي سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا سیستم به د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مرسته وکړي چې د کار د بازار په اړه کره سرشمېرنه ولري.

په همدې موخه رابلل شوې ناسته کې د آسان خدمت ادارې رهبري پلاوی د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ښاغلي سید انور سادات سره وکتل. د کار بازار د معلوماتو مرکزي سیستم څخه يې لنډ معلومات ورکړل او د دې سیستم د ارزښتونو په اړه یې په جزیاتو بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي سادات د آسان خدمت ادارې له کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه «د کار بازار د معلوماتو مرکزي سیستم به موږ ته د کار له بازار څخه کره او دقیقه سرشمېرنه راکړي.» چې له وزارت سره د پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي. ښاغلي سادات وزارت ته د سیستم د د انتقال په برخه کې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

بل خوا د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني یادونه وکړه چې یاد سیستم په ټوله کې ګټې اخیستنې ته چمتو ده او آسان خدمت اداره هڅه کوي چې دا سیستم د لا غښتلتیا په موخه د لوړو زده کړو له وزارت، د پوهنې له وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره وصل کړي، چې دا به بیا د کارلټوونکو د سندونو د کره والی په اړه جوت او دقیق معلومات ورکوي او په برېښنايي ډول به د دوی د اسنادو له کره والي څخه تصدیق کوي.

تر دې وړاندې هم آسان خدمت ادراې د دې وزارت د بهرنیو او کورنیو وکړو د کار جواز پروسې ساده او برېښنايي کړې وې چې لا له وړاندې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي