د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ


د خط سیر کتابچې او ټرانسپورټي جوازونه د ځیرک کارډ بڼې ته واووښتل

د عامه خدمتونو د برېښنایي کولو په لړ کې دا ځل د ځمکني ټرانسپورټ ریاست، د ټرانسپورټي جواز او خط سیر کتابچه ځیرک کارډ ته واړوله.
آسان خدمت ادارې په تخنیکي مرسته د دغو ځیرکو کارډونو ترشاه یو ډیټابېس تنظیم شوی دی، چې په نړیوالو ټرانسپورټي معیارونه بسیا دی. دغه ډېټابېس د یاد ریاست مسوولینو ته آسانتیا برابروي چې د ټرانسپورټي شرکتونو او توزیع شویو کارډونو کره شمېر ولري او د شرکتونو د فعالیت څومره والی او څرنګوالی معلوم کړي.

آسان خدمت ادارې تېرکال د ځمکني ټرانسپورټ ریاست ټول عامه خدمتونه ساده، برېښنايي او تر یوه چتر لاندې راټول کړل چې د مسوولینو په وینا یې د دغه ریاست په عوایدو کې تر « ۵۲ سلنې» پورې

زیاتوالی راغلی دی.

محمد ولي د کندهار له ولایت څخه راغلی تر څو د خپلې اتحادیې ترانسپورتی جواز او خط سیر کتابچې نیټه وغځوي، دی وايي « پخوا به مې دلته د جواز او کتابچې لپاره ورځې، ورځې تېرولې خو اوس مې کار په څو دقیقو کې سرته رسېږي. دادی اوس کتابچه هم کارډ ته واوښته. موږ له دې خدمتونو راضي یو.» په تېر کې د جواز او خط سیر کتابچو د صدور د لګښت لپاره ۵۱۰ افغانۍ اخیستل کېدلې چې د دې ځیرک کارډ په منځ ته راتلو سره اوس دا لګښت هم نه اخیستل کېږي.

دا ځیرک کارډ د درې (۳) ژبو په شمول  د کیو آر (QR code) کوډ هم لري او د درلودونکي شخص ټول معلومات ورپکې خوندي دي.

 خوشال سراج چې د ځمکني ترانسپورت پراختیایي سلاکار دی، د آسان خدمت له کړنو خوښ برېښي دی وایي چې دولتي ادارو کې باید نو د کاغذي پروسو پر ځآی له نوې تکنالوجۍ څخه استفاده وشي، چې په دې برخه« آسان خدمت اداره سرلارې اداره ده. » هغه زیاته کړه « له آسان خدمت ادارې سره کار کول موږ د یوه ښې او رڼې حکومتولۍ په لور بیا یي»

هېره دې نه وي چې آسان خدمت اداره د دې ریاست په شمول له ۱۴ نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې د عامه خدمتونو په پروسو کې اړینې آسانتیا وې رامنځ ته کړي.  

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي