د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

«اوس کولای شم په هر ځای کې خپل معاش واخلم»




۳۱ کلن سید احمد احمدي له پلازمینې کابل څخه ۱۵۰ کیلومټره لرې د شمال د غرونو منځ کې تر کږې وږې ورغلې لارې ور ها خو د پروان ولایت، د سرخ پارساه ولسوالۍ، فاضل نومي کلي کې ژوند کوي. د ۷ اولادونو پلار دی. د بزګرۍ ترڅنګه د ولسوالۍ د پوهنې په مدیریت کې دنده لري.

احمدي میاشت وړاندې خپل ناروغان د درملنې لپاره کابل ښار ته راوړي وو، دی وايي؛ « پیسې را سره کمې شوې او بیرته تر ولسوالۍ پورې ساعتونه لاره وه. د مبایل له لارې د معاشاتو د ورکړې استازي ته مې په ولسوالۍ کې زنګ وواهه او پوښتنه مې ترې وکړه، چې په کابل کې خپل معاش اخیستلی شم او که نه، هغه راته په کابل کې د خپلې استازې څانګې پته راکړه، ورغلم او خپل معاش مې واخیست او د ناروغانو درملنه مې ورباندې وکړه. آسان خدمت په رښتیا سره موږ ته اسانتیا رامنځ ته کړې، که نه زه مجبور وم چې بیرته ان تر ولسوالۍ لاړ شم او خپل معاش واخلم.»

دا یوازنی کس نه دی چې د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له سیسټم څخه ګټه اخلي، ۳۰۰۰۰ نور دولتي کارکوونکي هم دمګړۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې دي،. د دغه پروګرام ازمایښتي پړاؤ څه موده وړاندې پای ته ورسید، چې له نیمګړتیاوو څخه به یې په نورو پړاوو کې مخنیوی وشي. 

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي