د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ
هغه بهرني وګړي چې د کار او یا سیاحت په پار د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي، د ویزې تمدید ورته اړین دی. د ویزې د تمدید ټول خدمتونه د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې وړاندې کېږي، چې پروسې یې د آسان خدمت ادارې لخوا ساده کړای شوې دي. د ویزې تمدید په دوه برخو (آنلاین او آفلاین) وېشل کېږي.
په پېل کې متقاضي آنلاین فورمه ډکوي او د پاسپورټ او د آخري ویزې کاپي ورسره ضمیمه کوي. د فورمې له ډکولو وروسته متقاضي بانکي تعرفه ترلاسه کوي. د ټاکلي لګښت له تحویلولو وروسته متقاضي له اصلي پاسپورټ او ټولو اړینو اسنادو سره پاسپورټ ریاست ته مراجعه کوي. غوښتنلیک باید د ګمارونکې ادارې او یا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسمي پېژندلیک سره یو ځای وي. د اسنادو له کتنې او ارزونې وروسته د پاسپورټ ریاست کارکوونکی د ویزې سټېکر لګوي او د پاسپورټ په رئیس یې لاسلیکوي.
په پېل کې متقاضي د غوښتنې فورمه ډکوي او له ذکر شوو اړینو اسنادو سره یې پاسپورټ ریاست ته ور وړي، د غوښتنې د فورمې له تائید وروسته متقاضي بانکي تعرفه ترلاسه کوي او ټاکل شوې پیسې په بانک کې تحویلوي. د ویزې د تمدید ټول پوسیجر هوبهو د آنلاین پروسیجر په څېر دی.
آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.
د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.
آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.