د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د آسان خدمت په برخه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۳۹۹ مالي کال فعالیتونه او لاسته راوړنې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې آسان خدمت، د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځ ته کولو او تر یوه چتر (One-stop shop) لاندې د هغو د راټولو په برخه کې فعالیت کوي، چې په ترڅ کې ډېری عامه خدمتونه په لنډ ممکن وخت کې په راڼه او باکیفیته ډول وړاندې کېږي.
آسان خدمت د الکترونیکي حکومت‌ولۍ د بنسټیز کېدو لپاره خورا مهم ګام ګڼل کېږي، چې له پلي کېدو سره یې په ټولو عامه خدمتونو له هغې ډلې د پاسپورټ وېش، د کورنیو او بهرنیو وګړو د کار جواز، ځمکني ټرانسپورټ، د جواز سیر وېش او تمدید، د لایسنس وېش او تمدید، د پلېټ ورکړه، پېښو، د ادارو د نقلیه وسایطو په پېر او پلور او نورو اړوندو برخو کې بې ځایه بیروکراسي او وخت نیوونکي پړاونه له مینځه ځي.
دې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د آسان خدمت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې او فعالیتونه لرلي، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه پلاوي د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه، ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې ملي او نړیوالو رسنیو ته وړاندې کړل. د دې برخې مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
1. د جینوا کنفرانس د تعهداتو پر بنسټ کابل ښار کې د آسان خدمت د دوو مرکزونو جوړول؛
2. خوست ولایت ته د آسان خدمت مرکزونو پراختیا او په کندهار، پکتیا، هرات، بلخ او ننګرهار کې د دې مرکزونو پر جوړولو کار کول، چې له جوړېدو او پرانېستو سره به یې په دې ولایتونو کې ټول عامه خدمتونه تر یوه چتر لاندې وړاندې کېږي؛
3. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروسو ساده کول او د مشتریانو خدمتونو مرکز جوړول؛
4. د ټرافیکو عمومي ریاست اړوند د جواز سیر او لایسنس د پروسو ساده کول، چې د اړوندې مقررې له تعدیل سره سم به پلې شي؛
5. د پوهنې وزارت د پروسو ساده کول، چې اوسمهال د تطبیق په حال کې دي؛
6. د عامه خدمتونو په برخه کې د معلوماتو د وړاندې کولو او د اړوندو شکایتونو د ثبت او حل په موخه د کال سنټر (د معلوماتو مرکز – ۱۰۵) رامنځ ته کول؛
7. د آسان خدمت مرکزونو لپاره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو طرزالعمل ترتیبول.
د دې ادارې د آسان خدمت برخه په ولایتونو کې د خپلو مرکزونو د جوړېدو له لارې د عامه خدمتونو د وړاندې کېدو بهیر کې د هېوادوالو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځ ته کوي او د روڼتیا د تامین او اداري فساد د مخنیوي سبب ګرځي. په دې مرکزونو کې ټولو اړوندو دولتي ادارو ته د دې زمینه برابرېږي، چې هېوادوالو ته خپل اړوند عامه خدمتونه تر یوه چتر لاندې وړاندې کړي. د آسان خدمت په مرکزونو کې هېوادوال په ټاکل شویو غرفو کې د خدمتونو له وړاندې کوونکو سره مخامخ په اړیکه کې وي او په لنډ ممکن وخت او له هر ډول سرګردانۍ پرته عامه خدمتونو ته لاسرسی مومي.

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي